سومالیا کې د امریکا په هوایي برید کې د الشباب ۱۳ سخت دریځه وژل شوي
په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ نن د اګست په ۲۷ (وږي ۵) وویل چې په سومالیا کې د «ځان د دفاع» لپاره په یو هوايي برید کې د الشباب ۱۳ سخت دریځه وژل شوي دي.
په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ نن د اګست په ۲۷ (وږي ۵) وویل چې په سومالیا کې د «ځان د دفاع» لپاره په یو هوايي برید کې د الشباب ۱۳ سخت دریځه وژل شوي دي.
ه ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال امنیت شورا ته خپل رپوټ کې ویلي په افغانستان کې د (اسلامي دولت) نومې ‘داعش’ ډلې وړتیاوې او بریدونه زیات شوي.
پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، چې د پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې پر یو موټر بمي چادونه شوې چې په کې لږ تر لږه ۱۱ کارګران وژل شوي دي.
د ایران د بشري حقونو مرکز د یوه رپوټ په حواله، د دغه هېواد په سیستان بلوچستان او کرد مېشتو ولایتونو کې د سني مذهبه مشرانو د ځورونې او سرکوبولو پېښې د «ښځه، ژوند، ازادي» تر شعار لاندې د ښځو له اعتراضونو وروسته ډېرې شوي.
د ایران شاه چراغ زیارت ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په شیراز ښار کې د شاه چراغ په زیارت کې په ډزو…
د بلوچستان ليبرېشن آرمي په نوم بېلتون پاله وسله والې ډلې ادعا کړې چې په ګوادر کې يې د چينايي انجينرانو پر قطار وسله وال بريد کړی دی. چين په پاکستان کې د ګوادر بندر پروژه تمويلوي.
د داعش »غړو يو نظامي بس« د پنجشنبې په ورځ د سوريې په ديرالزور ولايت کې په نخښه کړی. دغه خبره د بشري حقونو د څار سوريايي سازمان کړې ده.
د فرانسې په لويديځ کې د معیوبو ځوانانو یوه ډله چې په رخصتۍ وتلي ول، د اوسېدو په ځای کې ېې اورلګېدنه رامنځ ته شوې چې لږ تر لږه ۹ کسان په کې مړه شوي دي. د دوو نورو لادرکه کسانو په هکله هم اندېښنه ده چې مړه شوي به وي.
د پنجگور په بمي برید کې د یوه پاکستاني سیاستوال په گډون لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي دي. په یو بل ځانمرگي برید کې ۲ تنه وژل شوي او په کراچۍ ښار کې هم وسله والو یو رینجر عسکر وژلی دی.
په لندن کې مېشت د سوریې بشري حقونو د څار غړو اعلان کړی، چې په دغه هیواد کې د داعش جنګیالیو پر یوې پوځي اډې د برید له امله لس