د داعش په اړه د پاکستان خبرداری: داعش په پاکستان کې د مرکزونو د جوړولو په لټه کې دی
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د داعش ډله هڅه کوي چې په پاکستان کې د ځان لپاره اډې جوړې کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د داعش ډله هڅه کوي چې په پاکستان کې د ځان لپاره اډې جوړې کړي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد وايي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې د طالبانو پر وړاندې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو له خوا په شویو بریدونو کې ترټولو زیات د تاجیکستان او پاکستان وسله وال شامل وو.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ، ډسمبر ۳۰ (مرغومی نهمه) وویل چې د دغه هېواد امنیتي مؤظفینو د نوي کال له نمانځنې مخکې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش له ترهګرې ډلې سره د تړاو په تور لسګونه شکمن کسان نیولي دي.
د پاکستان پوځ یو ځل بیا په یو’ ګاونډي هیواد کې’ د تحریک طالبان پاکستان د پټنځایونو، ازاد فعالیت او عصري وسلو ته ددغې ډلې د وسله والو په لاس رسي باندې اندیښنه ښودلې او د پاکستان د امنیت لپاره یې ګواښ بللی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د یوناما له مرستیال او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له همغږي کوونکي سره د افغان کډوالو د ملاتړ او په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۸) هغه ادعاوې “مسخره” وبللې چې وایي د امریکا پوځ د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال وسلې او پوځي تجهیزات پریښي دي او د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو وغوښتل چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
ټاکل شوې چې د ملګروملتونو امنیت شورا سبا شپه (چهارشنبې، د لیندۍ پر ۲۹مه) د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه جوړه کړي.
د پاکستان د لنډمهاله حکومت صدراعظم انوار الحق کاکړ وایي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په پاکستان کې ددغه هیواد په امنیتي ځواکونو د افغانانو له خوا ۱۶ ځانمرګي بریدونه شوي دي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز واشنګټن ته تللی دی او په افغانستان کې د ادعا له مخې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه د امریکا د مرستې په لټه کې دی.