اسلامي امارت: داعش په افغانستان کې ځپل شوی
اسلامي امارت وايي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته زیان نهشي رسولی.
اسلامي امارت وايي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته زیان نهشي رسولی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړه لیک ننګه کوي چې په کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یو نوي ځانګړي استازي ګمارل کېدل تصویب شوي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو له هغه پريکړهلیک هرکلی کړی، چې څو ورځې وړاندې د دې سازمان د امنیت شورا له لوري د رایو په اکثریت تصویب شو.
د افغانستان او متحده عرب امارتو تر منځ د دريو شل اوريزو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه کې افغانستان اماراتو ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه او له دې بريا سره يې د لوبو لړۍ په خپل نامه کړه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې اوسمهال د پاکستان په زندانونو کې نږدې شپږ زره افغان کډوال بندیان دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ، ډسمبر ۲۹ (مرغومی اتمه) د رایو په اکثریت هغه پریکړه لیک تصویب کړ چې د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو لخوا چمتو شوی و.
یونیسف په یو راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي کړکیچ د زیاتیدو له امله بشري مرستو ته د اړمنو خلکو شمېر زیات شوی دی.
له پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال تش لاس ایستل کیږي – د خوړو نړیوال پروګرام
په پاکستان کې د هغو شخصي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو مسؤلین چې د افغانستان نصاب پکې تدریس کیږي، وایي افغانستان ته د افغان کډوالو بیرته تګ له کبله پدې مرکزونو کې د زده کوونکو شمیر هم کم شوی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د یوناما له مرستیال او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له همغږي کوونکي سره د افغان کډوالو د ملاتړ او په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.